د وزارت د مقام دفتر



د قلم مخصوص لوى مديريت د عدليې وزارت لمړنى تشكيل چه د وزارتونو ، مستقلو لوى رياستونو او دولتي او غير دولتي مؤسساتو د اړيكو په تأمینولو كې خپله دنده تر سره كوله .

د ۱۳۶۳ كال د وږي مياشت د ببرك كارمل د حكومت په دوران كې د وزارت مشرتابه له خوا تصميم ونيول شو تر څو د قلم مخصوص د لوى مديريت په تشكيل كى د وزيرانو شورا د پريكړو ، د دولتي حزبي پريكړو او خاصو مکتوبونو د اجراآتو مسؤول يو (۵) بست زيات كړي چه محترم محمد كبير لمړنى مسؤول د محرمو سندونو د اجراء په دنده وګمارل شو. او  لاندې دندې يې پر مخ بيولى :

۱- د خاصو مکتوبونو اجراآت .

۲- د وزيرانو شورا د پريكړو ثبتول .

۳- د دولتي حزبي د پريكړو ثبتول .

۴- د رپوټونو برابرول او جمهوري رياست ته د هغه وړاندى كول .

۵- او د وزارت د اوامرو، مكتوبونو، هداياتو او د وزارت مشرتابه د پريكړو تطبيق او اجراآت .

د وخت د ضرورت پر بنا دغه تشكيل ته زيادت وروبخښل شو او په دى موخه د اسناد او ارتباط لوى مديريت او د تحريراتو لوى مديريت جوړ شول . او ۱۳۷۱ كال د مجاهدينو د حكومت په وخت كې دغه تشكيل لوى او د تحريراتو په نوم رياست ئې جوړ كړ . لمړنى رئيس ئې د محترم بازمحمد خان په نامه پدغه رياست كې په دنده وګمارل شو .

درى لوى مديريتونه ( د اسناد او ارتباط لوى مديريت ، د قلم مخصوص لوى مديريت او بهرنى اړيكو مديريت ) د دغه رياست د تشكيل جز وګرځيدل .

په ۱۳۷۵ كال د طالبانو د رژيم په واكمنى كې د عرايضو او پذيرش لوى مديريت هم د تحريراتو د رياست په تشكيل كې ورزيات شو څه تر ۱۳۸۴ كاله پورى د دغه درى لوى مديريتونو په لرلو ( د قلم مخصوص لوى مديريت ، د عرايضو او پذيرش لوى مديريت او د بهرنيو اړيكو مديريت ) سره ئې فعاليت كاوه . په ۱۳۸۵ كال كې د افغانستان اسلامي جمهوري رياست د اداري اصلاحاتو د نوى طرحى په اساس د تحريراتو رياست د دفتر رياست باندى  ونومول شو څه د دغه رياست دنده د محترم جمال خان ناصري په غاړه وه او په ډير سرلوړى ئې دغه دنده پر مخ بيوله د قلم مخصوص لوى مديريت باندى ئې د اسناد او ارتباط لوى مديريت نوم كېښودل شو او د بهرنيو اړيكو مديريت د دفتر د رياست له تشكيل څخه حذف او د مطبوعاتو او د وزېر د ويندوى لوى مديريت په نامه يو نوى مديريت په تشكيل كې زيات شو چه اړوندى چارى ئې د دندو د لايحى مطابق سرته رسول كېږي .

 د دفتر رياست د وزارت د استراتيژى او موخو د ارزښتونو د پلى كولو په لار يو رغنده ځواك بلل كيداى شي .

  • د وزارتونو ، دولتي ادارو ټولو مؤسساتو د رسمي (كتبي) اړيكو تاْمينول د اړونده څانګو له لارى .

  • د وزارت د مقام او معينانو د اوامرو او هداياتو ، مكتوبونو لېږدول ( ارسال او مرسول ) د ٍٍثبت نه وروسته په دغه دفتر كې .

  • د خاصو او محرمو مكتوبونو اخستل چه د اړوندو مراجعو څخه د عدليې وزارت ته را استول كېږي .

  • د دوسيو ، مكتوبونو ، وړانديزونو او استهدااْتو اخستل او د مقام د هدايت سره سم د هغه په هكله اجراآت تر سره كول .

  • د تطبيق په منظور د وزارت مقام د اوامرو تعقيبول .

  • په مركز او ولاياتو كې د وزارت د مقام د اوامرو تكثيرول .

  • د وزارت دمقام حكمونه او هدايات اړونده مراجعو ته ابلاغول .

  • د وزارت د ټولو اړونده اداراتو د مياشتنى ، ربعوار او كلنى د تر سره شويو اجراآتو د رپوټ (ګزارشونه ) راټولول د تحليل او تجزيې په موخه او د هغه نواقص لرى كول .

  • د وزارت د مشرتابه او كاري غونډو اجندا ترتيبول او په غونډو كې د منشي په توګه ګډون كول .

  • د وزارت د مشرتابه د غونډو د پريكړى ترتيب او اړونده مراجعو ته د پريكړو ابلاغول.

  • د وزير د كاري ليدل كتل (ملاقات) د اسنادو برابرول .

  • د رياست د اړونده څانګو څخه كنترول او مراقبت .

ویب ماستر | د ویب سایت نقشه | مونږ سره اړیکې | ۱۳۸۵ د عدلیې وزارت - د افغانستان اسلامی جمهوریت