د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز



د اطفالو د اصلاح او روزنې مرکزي ریاست چې پخوا د دارالتادیب په نوم یادیده، په ۱۳۴۶ کې د عدلیې وزارت ته څیرمه د کابل په ښار کې جوړ شو چې موخه یې له قانون څخه د سرغړوونکو ماشومانو اصلاح او روزنه ده. نوموړی ریاست د لاندې مهمو اهداف د لاسه ته راوړلو په موخه جوړ شوی و:

    ۱.  چې تر حجز لاندې د اطفالو عمومي پاملرنه وشي؛

    ۲.  چې تر حجز لاندې د اطفالو اصلاح او روزنه وشي؛

    ۳.  چې تر حجز لاندې د اطفالو په ښوونه او روزنه کې د دارالتادیب ونډه او تمرکز غښتلی کړي؛

    ۴.  چې تر حجز لاندې د اطفالو روغتیا، غذا، د اوسیدانې ځای او کالیو باوري کول؛

 

نوموړی ریاست په خپل تشکیل کې لاندې څانګې لري:

    ۱. اداري مدیریت؛

    ۲. د ښوونې او روزنې مدیریت او صنعتي کارخانې؛

    ۳. د لیلیې مدیریت؛

    ۴. د خداماتو مدیریت؛

    ۵. د محاسبې مدیریت؛

    ۶. د روغتیا مدیریت؛

    ۷. فرهنګي مدیریت؛

    ۸. د ارشاد او تبلیغ مدیریت؛

    ۹. د سپورت او بدني روزنې مدیریت؛

 ۱۰. د ساتونکو بلوک.

 

د نوموړي ریاست د اړوندو چارو تنظیم او اجراات د یوې مقررې له لارې منځته راغلل چې (۶) فصله او (۳۸) مادې یې درلودې. په څلورمه ماده کې یې ویل شوي چې ״د شکمنو، تورنو او محکوم شویو اطفالو ساتنه له دارالتادیب څخه پرته په بل ځای کې نشي کیدای مګر که قانون بل ډول حکم نه وي کړی״.   د مقررې له څلورمې مادې سره سم، سرغړوونکي ماشومان چې عمرونه یې د ۷ او ۱۸ کلنو ترمنځ و، په شمول د ګاونډیو ولایتونو سرغړوونکي ماشومان، د کشف او تحقیق د ارګانونو او د محکمې د حکم پر بنسټ د اصلاح او روزنې لپاره دارالتادیب ته لیږدول کیدل. د دارالتادیب لومړنی رئیس ښاغلی التزام و. وروسته بیا ښاغلي انور کاکړ او آغلې شیرین افضل پرله پسې توګه د ده ځای ونیو. د دارالتادیب موسسه په کال ۱۳۶۱ کې د کورنیو چارو له وزارت سره وتړل شوه او په کال ۱۳۶۹ کې د عدلیې وزارت تر ولقې لاندې راغله.

 د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د دارالتادیب ریاست پر کابل سربېره په نورو ښارونو لکه هرات، قندهار، کندز، ننګرهار او پکتیا کې هم د طالبانو له سختو قوانینو سره جوړ کړل شول. یوازې د کابل په دارالتادیب کې د شاوخوا (۱۰۰۰) تنو ماشومانو ساتنه کیدله.

د طالبانو د حکومت له ړنګیدو او د افغانستان د انتقالي اسلامي حکومت په راتګ سره د ماشومانو په عدلي او قضائي سیستم کې مثبت بدلونونه راغلل تر څو له هغو ماشومانو سره، چې له قانون څخه یې سرغړاوی کړی، د نړیوالو معیارونو او د ماشومانو د حقونو له کنوانسیون سره سم چلند وشي چې افغانستان لاسلیک کړی دی. په همدې ترتیب د افغانستان د انتقالي اسلامي دولت له پلوه د ۱۰/۱/۱۳۸۲ فرمان له لارې د دارالتادیب نوم د ماشومانو د اصلاح او روزنې پر نوم بدل شو ځکه چې د ډیرو په آند د دارالتادیب اصطلاح په پرتلیز ډول سخته او سپکوونکی وه او د توقیف لاندې ماشومانو پر روحیه ناوړه اغیزه کولای شي. د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د لومړي ځل لپاره ورځنیز سیستم پیل کړ چې تر مخه یې هغه ماشومان چې په سنګینو جرمونو تورن نه دی د ورځې له پلوه اصلاح او روزنه تر لاسه کوي او د شپې له پلوه کورنو ته ځي، په دې شرط چې والدین یې د ورځې له مخې نوموړي مرکز ته د بیا راوستلو تضمین ورکړي.

سربېره پر دې، د نړیوالو معیارونو او د اساسي قانون د ماشومانو له کنوانسیون سره سم، د ماشومانو تر ټولو غوره ګټه په پام کې نیولو سره، په۱۹/۱۲ /۱۳۸۳، کې د اطفالو د سرغړاوي د رسیدګیو یو نوی قانون له (۸) څپرکیو او (۶۶) مادو سره یو ځای توشیح شو. له نوي قانون سره سم د ماشومانو د جزائي مسئولیت عمر له ۷ څخه ۱۳ کلونو ته پورته کړل شو. سربېره پردې نوموړی قانون نور غوره والي هم لري (د اطفالو د تخلفاتو نوی قانون وګورئ).

د اطفالو د قانون غوره هدفونه په لاندې ډول دي:

۱.  له قانون څخه د تیري کوونکو اطفالو بیا ځای په ځای کول؛

۲.  د یوې ټولنې په جوړښت کې د اطفالو د بنسټیزې ونډې درناوی کول او د هغوی د فزیکي، اخلاقي، معنوي او ټولنیزې هوساینې ساتنه کول؛

۳.  د والدینو، سرپرستانو یا قانوني وکیلانو مسئولیتونه په ډاګه کول؛

۴.  د ماشومانو پر حقوقو د محکمې پر مهال او وروسته له محکمې کنوانسیونونه؛

۵.  د څیړنو او محاکمې پر وخت د ماشومانو یا د هغوی د قانوني وکیلانو ویناوو او نظریو ته غوږ نیول؛

۶.  د ټولنیزو خدمتونو د ځانګړو غیر دولتي موسسو هڅونه تر څو د ماشومانو له تیریو څخه مخنیوی وشي؛

۷.  د هغو ماشومانو ساتنه چې له خطر سره مخ دي او ساتنې ته اړتیا لري.

د ماشومانو د ساتنې، خوراک، لباس او ماشومانو ته د چټک انصاف د رسولو په موخه د دولتي ارګانونو تر منځ د هماهنګی او ګډو هڅو د برابرولو لپاره د ماشومانو د اصلاح او روزنې عالي شورا په لاندې ډول منل شوې ده:

۱.  دعدلیې وزیر د رئیس په توګه؛

۲.  د عدلیې د وزارت مرستیال وزیر د مرستیال په توګه؛

۳.  د قاضي القضات مرستیال د غړي په توګه؛

۴.  د اطفالو د اختصاصي محکمې رئیس د غړي په توګه؛

۵.  د معارف مرستیال وزیر د غړي په توګه؛

۶.  د کورنیو چارو مرستیال وزیر د غړي په توګه؛

۷.  د عامې روغتیا مرستیال وزیر د غړي په توګه؛

۸.  د عدلیې د وزارت د تقنین رئیس د غړي په توګه؛

۹.  د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو رئیس د منشي په توګه؛

نوموړې شورا په هرو دریو میاشتو کې غونډه کوي او فوق العاده غونډې یې د عدلیې د وزیر په غوښتنه نیول کیږي.

د ملي او نړیوالو موسسو تر منځ د لا زیاتو هماهنګیو او ګډو هڅو په موخه د ملګرو ملتونو، د اطفالو د حقوقو ملي کمیسیون او نورو اړوندو موسسو استازي چې د ماشومانو د ساتنې لپاره کار کوي، د دې شورا غړیتوب لري.

د عدلیې وزارت تر څنګ په (۳۴) ولایتونو کې د اطفالو د اصلاح او روزنې (۱۳۸) مرکزونه جوړ شوي. د پلازمېنې او ولایتونو د ماشومانو د اصلاح او روزنې ریاستونه د عدلیې د وزارت په چوکاټ کې جوړ شوي او په لاندې توګه اداري تشکیلات لري:

۱.  د تحریراتو عمومي مدیر؛

۲.  د پنځم او شپږم بست دوه تنه کارکوونکي؛

۳.  دوه تنه کمپیوټر چلوونکي؛

۴.  اوه تنه کارپوهان (د مسلکي مجلس غړي)؛

۵.  یو تن خادم؛

۶.  او دوه تنه خدماتي پرسونل.

دا ریاست د عدلیې د وزارت د نورو څانګو په څیر د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له بهیر څخه تیر شو. د اصلاحاتو لومړی پړاو بشپړ شوی او دویم پړاو هم دا مرحلې تیرې کړي او د منښت لپاره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ته لیږل شوی چې له منښت وروسته به یې د مرکزي او ولایتي څانګو اړونده کارکوونکي د آزادې سیالی پر بنسټ وټاکل شي.

 

 

د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د عالي شورا مصوبه

شمیره (۱)                                                                                                                      نېټه:۳۱/۳/۸۵

د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د عالي شورا رئیس او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر ښاغلي سرور دانش په مشری د اطفالو د اصلاح او روزنې د عالي شورا غونډه د عدلیې وزارت مرستیال ښاغلي پوهاند میرحیات الله پاچا الهاشمي، د عامې روغتیا وزارت مرستیاله آغلې نادره برهاني، د لوی څارنوالی سلاکار ښاغلي محمد ظاهر وزیرآبادي، د ماشومانو د اختصاصي محکمې رئیسې آغلې انیسه رسولي، د عدلیې وزارت د تقنین رئیس ښاغلي سید یوسف حلیم، د معارف وزارت د اساسي ښوونو رئیسې آغلې حمیده نظامي، د کورنیو چارو د وزارت د بشر د حقوقو رئیس جنرال عبدالقیوم اتمر، د کابل ولایت د اطفالو د اختصاصي څارنوالی استازي او غړي ښاغلي سید یحیی سادات، د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواک کمېسیون د کابل د ساحوي دفتر رئیس ښاغلي غلام دستګیر هدایت، د افغانستان د بشري حقوقو د ملي کمېسیون غړي ښاغلي عبدالقیوم زاهدي، د شهیدانو او معلونینو او ټولنیزو چارو د تأمیناتو رئیس ښاغلي محمد عالم ایماق، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکز سرپرست ښاغلي عبدالله مقبل، د عدلیې وزارت د دفتر د مقام رئیس ښاغلي جمال خان ناصري او د عالي شورا منشي او د عدلیې وزارت د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو رئیس ښاغلي محمد صدیق صدیقي په ګډون د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د عالي شورا غونډه د عدلیې وزارت په مقر کې د ۱۳۸۵ کال د غبرګولي د میاشتې په ۳۱مه تر سره شوه.

غونډه د ښاغلي محمد صدیق صدیقي لخو د کلام الله د یو څو آیتونو په لوستلو پیل شوه، وروسته له دې د عدلیې وزیر ښاغلي سرور دانش د اسلام، اساسي قانون او نړیوالو قوانینو له نظره په اجنډا کې د شاملو موضوع ګانو او د ماشومانو د حقوقو په اړه خبرې وکړې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې او په نوموړو مرکزونو کې د ماشومانو پر ستونزو او د عالي شورا د هدفونو په اړه داسې وویل:

ماشومانو زمونږ په ټولنه کې مهمه ونډه لري او باید چې په جسماني، اخلاقي، معنوي او ټولنیزې نیکمرغۍ کې ځانګړې برخه ولري ځکه چې د نن ورځې ماشومانو ته پام کول د هیواد راتلونکې ته پام کول دي. ماشومان زمونږ د ټولنې پراخه قشر جوړوي چې د ملاتړ او پاملرنې له پلوه له مختلفو ارګانونو او نهادونو سره تړلي دي. خو مونږ دلته د هغو ماشومانو په اړه بحث کوو چې له قانون څخه یې سرغړونه کړې او د شکمنو، تورنو او محکومو په څیر یې د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې ساتنه او روزنه کیږي چې باید ځانګړې مهرباني او پاملرنه یې وشي او مونږ باید د دوی په اړه خپل مسئولیتونه په سمه توګه سرته ورسوو ترڅو هغوی بیرته ټولنې ته د یو فعال او سالم غړي په څیر راوګرځي. که څه هم د ماشومانو ساتنه او بیا له سره روزنه اسان کار نه دی، له همدې کبله قانون جوړوونکو د دې مسئولیتونه ځینې برخې نورو ارګانونو او دولتي نهادونو ته وسپارلې او د ښه تنظیم او د وزارتونو او نورو اړوندو ادارو تر منځ د فعالیتونو هماهنګ کول، د ماشومانو د جرمونو د مخنیوي او د اړونده چارو د اصلاح لپاره د ګډو تدبیرونو نیولو په موخه د ماشومانو د اصلاح او روزنې د ریاست په چوکاټ کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې عالي مرکزونه جوړ شوي دي چې په هرو دریو میاشتو کې غونډه کوي او د ماشومانو په اړه د مهمو موضوعاګانو پر سر بحث کوي چې په روان کال کې یې مونږ د لومړنۍ غونډې شاهدان یو. امید کوم چې همدا ډول غونډې به په منظمه توګه په هرو دریو میاشتو کې دوام وکړي او مونږ وکولای شو تر څو د ماشومانو ستونزې له تاسو سره شریکې کړو او پر مهمو موضوعاګانو یې بحث او خبرې اترې وکړو.

اوس مهال د اخری احسائیو له مخې چې مونږ ته رارسیدلي (۲۵۰) تنه ماشومان، انجونې او هلکان، د کابل او ولایتونو د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې دي چې له دوی څخه شاوخوا سل تنه یې د کابل د اصلاح په مرکز کې او پاتې نور یې د نورو ولایتونو د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې دي چې ډیری له دغو ماشومانو څخه د هرات، قندهار، سمنګان، بلخ او د فاریاب د ولایتونو د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې دي. ځینو مرکزونو کې له یوه څخه تر لسو ماشومانو پورې ساتل کیږي. دغو ماشومانو په قضائي، حقوقي، تعلیمي، روزنیز، ټولنیز او معیشتي برخو کې یو لړ ستونزې او پرابلمونه درلودل چې ستاسو پام ورته راګرځوو او تاسو کولای شی چې په اړه یې خپل نظر او وړاندوینې له موږ سره شریکې کړی تر څو د رایو په اتفاق سره یې د مختلفو حالاتو په اړه د اصولي تصمیم په نیولو وتوانیږو او پریکړو ته ورسیږو.

·        لومړی مساله د ماشومانو د حقوقي سرلیک ټاکل دي چې باید د ماشومانو د اختصاصي محکمو له لارې تر سره شي او د ماشومانو د سرغړونې د رسیدګۍ قانون په شپږمه ماده کې راغلي چې اختصاصي محکمې دې په مرکز او ولایتونو کې جوړې شي.

·        دویمه مساله بیا هم د ماشومانو د حقوقي سرلیک ټاکل دي چې د اطفالو د سرغړونې د رسیدګۍ قانون په ۲۷مه ماده کې یې یادونه شوې او وايي چې د ښه عدالت د تأمینولو په موخه د قانون څخه د سرغړوونکو ماشومانو قضیې په دریو مرحلو ابتدائیه، استیناف او سترې محکمې کې تر غور لاندې نیول کیږي.

که څه هم د یاد شوي قانون د انفاذ او توشیح یونیم کال تیریږي خو تر اوسه هم په ولایتونو کې نه د ماشومانو اختصاصي محکمې جوړې شوي او نه هم د ماشومانو درې ګونې اختصاصي محکمې. له همدې کبله هغه پریکړې چې د عادي او مدني محکمو له پلوه د ماشومانو په اړه تر سره شوي، له قانون سره په تضاد کې دي. له بل پلوه هغه ماشومان چې په اړه یې ابتدائیه محکمې پریکړه کړې او پر هغې قناعت نه لري، په بې صبرۍ سره د لوړو محکمو انتظار باسي. دا معلومه نه ده چې نوموړی محکمې به څه وخت جوړې شي!

·        ځینې محکمې او څارنوالی د ماشومانو دوسیې په هغه معین وخت کې سرته نه رسوي چې  قانون یې صلاحیت ورکړی. ماشومان په میاشتو میاشتو د اصلاح په مرکزونو کې د سرنوشت د ټاکلو پرته انتظار باسي چې دا امر پخپله د قانون او د ماشومانو له حقوقو څخه سرغاړوی دی. له همدې امله د اصلاح مرکزونه د ماشومانو، والدینو او د هغوی قانوني ممثلینو او قانون ساتونکو له پلوه تر سختو نیوکو لاندې راځي. دا ډول پیښې په ولایتونو کې زیاتې تر سره کیږي چې باید په اړه یې جدي پاملرنه وشي.

·        بله مساله داسې ده چې جزا ګانې باید له جرمونو سره متناسبې وي او باید چې تل پر حبس او حجز پورې تړلې نه وي. نړۍ نن په دې فکر کوي چې د حبس د مجازاتو لپاره بدیل پیدا کړي. د ماشومانو د حقونو کنوانسیون کې، چې افغانستان په ۱۹۹۴ کال کې لاسلیک کړ او د هغه په پلي کولو کې ځان مکلف ګڼي، حجز د حل د اخري لارې په توګه استعمالیږي چې د حل بله هیڅ لاره نه وي پاتې. له همدې کبله د اطفالو د سرغړونې د رسیدګۍ قانون ۴۰مې مادې د قاضي لاسونه خلاص پریښي او ډیرې نورې لارې یې د حجز د بدیل لپاره معارفي کړي دي. د بیلګې په توګه: په ټاکلو وختونو کې اقامت، د ځانګړو کارونو تر سره کول، ښوونه او روزنه، ځانګړو ځایونو ته تګ راتګ، د ټولنې د بیارغاونې په یوه موسسه کې نوم لیکنه، د بخښنې غوښتنو ته اړ کول او زیان جبران کول او..... مهمه دا ده چې د محکمې او څارنوال له پلوه یو اندازه پاملرنه او زړه سواندی وشي او د بدیلو لارو د پیدا کولو هڅه وشي.

·        د ماشومانو د درملنې په اړه سره له دې چې قانون په صراحت سره وائي چې هغه ماشومان چې په جسمي او روحي ناروغیو اخته دي باید په لومړي سر کې د صحي او رواني ناروغیو روغتونونو ته ولیږدول شي او وروسته له جوړیدو دې د هغوی د جزا د ټاکلو په اړه ګام واخیستل شي. سره له دې په ځینو پیښو کې د ماشومانو د سرغړاوي د رسیدګۍ د قانون ۱۹مه ماده له پامه غورځول کیږي او مخکې له درملنې محاکمه کیږي او د اصلاح په مرکزونو کې په حجز محکومیږي.

·        بله مهمه موضوع چې دلته د بحث وړ ده د نورو دولتي ارګانونو همکاري او د سولې په ټینګښت، روغتیا، ښوونه او روزنه، تبلیغ او ارشاد، جسمي او روحي روزنه او په فني او حرفوي روزنو کې د هغوی ونډه ده چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د مقررې په پنځم څپرکي د نورو ادارو د مسئولیتونو تر عنوان لاندې دا مسئولیتونه د دولت د ارګانونو تر منځ ویشل شوي دي. د بیلګې په توګه د معارف وزارت د ماشومانو د ښوونې مکلفیت لري او ښوونه د یو ماشوم بنیادي حق دی. دا بې توپیره ده چې دا ماشوم اوس چیری دی، په مکتب کې یا د اصلاح په مرکز کې....

په همدې توګه د حج او ارشاد او اوقافو وزارت مسئولیت لري چې مبلغین او د دین عالمان د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو ته واستوي تر څو د ماشومانو د وعظ او نصیحت له لارې سمې لارې ته لارښوونه وکړي او له عقیدوي او عبادي مسالو څخه یې خبر کړي.

سربېره پر دې، نور ارګانونه لکه د عامې روغتیا، ځوانانو او فرهنګ، معادن او صنایع، کار او د ټولنیزو چارو وزارتونو او نور چې له ځینو سره یې تفاهم لیکونه لاسلیک شوي او له یو شمېر نور سره مفاهمه دوام لري. او انشاءالله هغوی به هم ډیر ژر خپلې همکاری په ډاګه کړي.

د عدلیې ښاغلي وزیر زیاته کړه: اوس مهال د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د اصلاح مرکزونه د ودانیو له کمښت سره مخ دي او په ډیری ولایتونو کې د ماشومانو په کرائي ودانیو کې ساتنه کیږي چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو په کرایه نیولي دي. له قانون څخه د سرغړونکو ماشومانو د بنیادي حقونو څخه، چې په نړیوال کنوانسیون کې یې یادونه شوې او په ملي ستراتیژی کې هم پرې تاکید شوی، د ماشومانو او ښځو له لویانو او نورو زندانیانو څخه جلا کول دي.

تر حجز لاندې د ماشومانو له ستونزو څخه یوه یې هم د اعاشې موضوع ده چې په دې وروستیو کې د جمهوري ریاست د مقام له پلوه او د مالیې د وزارت په مشوره څلویښت (۴۰) افغانۍ ټاکل شوی چې یو ناکافي مبلغ دی، په ځانګړې توګه په هغو مرکزونو کې چې د ماشومانو شمېره په کښې یو دوه تنو ته رسیږي. د دې موضوع ګانو په اړه باید غور وشي او له دغو ستنونزو څخه د راوتلولارې چارې وپلټل شي.

وروسته د غونډې غړو په خپل وار سره په اجنډا کې د شاملو موضوع ګانو په اړه څرګندونې وکړې چې له ډیرو بحثونو او سلا مشورو وروسته لاندې پریکړې ونیول شوې:

۱.  د قانونیت د عام کولو او د ښه عدالت د تأمینولو پریکړه وشوه چې د دې شوار خط له مخې به له سترې محکمې څخه په لیکلې توګه وغوښتل شي تر څو په ولایتونو کې د ماشومانو د اختصاصي او استیناف د محکمو جوړیدلو ته جدي پاملرنه وکړي تر څو هغه پریکړې چې د ماشومانو په اړه کیږي پر قانون برابرې وي او د ماشومانو حقوق تر پښو لاندې نه شي. په همدې توګه دې ته ورته لیک د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی څارنوالی ته هم واستول شو تر څو د ماشومانو په اختصاصي محکمو کې د قانون د پلي کولو د څارنې تر څنګ په ولایتونو کې د ماشومانو اختصاصي څارنوالۍ هم جوړې کړل شي.

همدا ډول څارنوالانو ته لارښوونه وکړي چې له قانون سره سم په هغو قضیو کې چې ماشومان له لویانو سره شریک دي، د ماشومانو دوسیې له لویانو څخه جلا کړي او د یوې شرعي پریکړې لپاره یې د ماشومانو اختصاصي محکمو ته وسپاري.

۲.  همدا ډول پریکړه وشوه چې هم محکمې او هم د څیړنې او تحقیق ارګانونه دې باید خپل اجراآت په هغه موده کې عملي کړي چې اطفالو د سرغړاوي د رسیدګۍ قانون او د هیواد د نورو قوانینو له پلوه دوی ته ورکړل شوې دي او د ماشومانو د بې سرلیکتوب او د وخت د ضایع کیدو مخه ونیسي.

۳.  د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون د استازي د راپور پر بنسټ چې د کاپیسا په ولایت کې د (۶) شمېرې د ۲۰/۱/۱۳۸۵ نېټې فرمان چې د جمهوري ریاست د مقام له پلوه د پیغمبر(ص) د مبارک میلاد او د افغانستان د خلکو د جهاد د بریالیتوب په ویاړ د محبوسینو او محجوزینو د سزا د بخښنې او د سزا د کمی په اړه د کمېسیون د جوړیدلو په اړه خپور شوی وو، تر اوسه نه دی پلی شوی. پریکړه وشوه چې د دې شورا له پلوه د یاد شوي کمېسیون ریاست ته لیک واستول شي او د هغې له مخې د یاد شوي فرمان د پلي کولو جدي غوښتنه وشي.

۴.  پریکړه وشوه چې د عامې روغتیا وزارت دې یو کمېسیون په دنده وګماري تر څو د مرکز او ولایتونو د ټولو زندانونو او د اصلاح او روزنې د مرکزونو ارزونه وکړي، د ناروغانو په درملنه لاس پورې کړي او په ټول هیواد کې د صعب العلاج (هغه ناروغان چې درملنه یې ستونزمنه وي) ناروغانویو لېست چمتو کړي تر څو د جمهوري ریاست د مقام د فرمان له لارې وبخښل شي او له حبس یا حجز څخه آزاد شي.

۵.  د محجوزینو د درملنې او د دواګانو او نورو طبي سامان آلاتو د چمتو کولو په اړه د آغلې دوکتوره نادره حیات برهاني نظر د منښت وړ وګرځید او پریکړه وشوه چې د عاجلو ناروغانو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د اړتیاوو د پوره کولو او د دوو وزارتونو تر منځ د پروټوکول پلي کولو لپاره دې د عامې روغتیا له وزارت څخه غوښتنه وشي تر څو د هېواد په پلازمینې او ولایتونو کې یو څو تنه د تماس د ټکي (فوکل پواینټ) په توګه وټاکي چې د اړتیا پر مهال د دوی په همکارۍ د ستونزو په هوارۍ او د ماشومانو د روغتیا او درملنې د اړتیاوو په اړه ګام واخیستل شي.

۶.  پریکړه وشوه چې د معارف وزارت د دوه اړخیزه همکاری د موافقتنامې پر بنسټ او هغه مسئولیتونه چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مقررې پر بنسټ یې رانغاړي، د یوه عملي او پلي کیدلو وړ سیستم د جوړولو لپاره چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې ځانګړتیاوې یې په پام کې نیولې وي، د خپلو کارپوهانو یوې ډلې ته دنده وسپاري تر څو د ماشومانو د اصلاح او روزنې د تعلیمي نصاب څرنګوالی اوهمکاري په ډاګه کړي چې له یوه پلوه د اصلاح د مرکزونو ماشومان په نوي ډول وروزل شي او له بله پلوه د ښوونې له حق څخه محروم نشي چې د هر ماشوم حق دی.

۷.  د حج او ارشاد او اوقافو، معادن او صنایع، اطلاعاتو او د ځوانانو او فرهنګ د وزارتونو په څیر د نورو ارګانونو د همکاریو د خپلولو په اړه پریکړه وشوه چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې ریاست دې له یادو شویو وزارتونو سره د همکارۍ موافقت لیکونه چمتو کړي او له پړاوونو څخه دې تیر کړي.

۸.  د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون ته په پام سره د نوموړي کمېسیون د مسئولینو له قوله پولیس له هغو ماشومانو سره ناوړه چلند کوي چې له قانون څخه یې سرغړونه کړې. شورا پریکړه وکړه چې د کورنیو چارو له وزارت څخه دې غوښتنه وشي چې پولیسو ته لارښوونه وکړي تر څو له قانون څخه د سرغړوونکو ماشومانو د قضیو د څیړلو او نیولو پر وخت د اطفالو له قانون څخه د سرغړاوي قانون په پام کې ونیسي او له ماشومانو سره بشري چلند وکړي او د ماشومانو له وهلو ټکولو او پر دوی د بې ځایه تورونو له لګلو څخه ډډه وکړي.

د ماشومانو د اعاشې په هکله چې مبلغ ۴۰ افغانۍ د ۲۴ ساعتونو لپاره منل شوې دي، دا مبلغ په ځانګړې توګه په ولایتونو کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې د هغو مرکزونو لپاره ناکافي دي چېرې چې د ماشومانو شمېر له درې یا څلورو تنو څخه کم دی او ماشومان له خوارځواکی سره مخ کوي او هم ماشومان له غذا څخه محروموي چې دا یې یو طبیعي حق دی.

۹.  پریکړه وشوه چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې د عالي شورا له پلوه د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست ته وړاندوینه وشي او له محترم مقام څخه وغوښتل وشي تر څو د اعاشې په اړه پاملرنه وکړي او د ۴۰ افغانیو پر ځای د یوې مینو غذا چې د عدلي طب د یوه ډاکټر له پلوه ثابت شوی وي، ومني. غونډه د افغانستان د خلکو د خیر، عافیت، پرمختګ او خوښئ له دعا او له دې هیلې سره چې په هېواد کې د ټولو وګړو، په ځانګړې توګه د ماشومانو حقونه خوندي پاتې شي، پای ته ورسیده.

د عالي شورا د مصوبې د تحقق کنټرول د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو عمومي ریاست ته سپارل کیږي.

 

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د معارف او عدلیې د وزارتونو تر منځ  د هېواد په پلازمېنې کابل او ولایتونو کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې تر حجز لاندې د اطفالو د تدریسي ښوونکو، تدریسي کتابونو، د ښوونې او روزنې ښوونکو او د سپورتي او بدني روزنې د ښوونکو د همکاری په اړه پروټوکول

ماشومان د هېواد راتلونکې ده، د هیواد د راتلونکی په جوړونې او رغاونې کې مهمه ونډه لري. ماشومان ته پام کول د هېواد راتلونکی ته پام کول دي. په هره کچه چې پر ماشومانو له جسمي، روحي، ښوونیز او عاطفي پلوه پاملرنه وشي، په هماغه کچه آباده، پرمخ تللې، له قانون سره سمه، پوه او صحتمنه ټولنه منځته راځي. له همدې کبله ده چې هېوادونه پر ماشومانو زیاتې پانګې مصرفوي او ځانګړې او جدي پاملرنه ورته کوي. د ماشومانو حقونو ته پاملرنه د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له مهمو موضوع ګانو څخه ده او په دې نږدې کلونو کې په دې اړه مهم ګامونه اخیستل شوي. غړیو هېوادونو د ماشومانو د حقوقو د ساتنې په اړه زیاتې ژمنې په عمل کې پلې کړي دي چې د ماشومانو د حقوقو کنوانسیون، د بشري حقوقو نړیواله اعلامیه او د نورو لسګونو تړونونو نوم اخیستلای شو.

زمونږ ګران او اسلامي هېواد افغانستان چې اساسي قانون یې له شریعت او د اسلام له مقدس دین څخه اخیستل شوی هغه نړیوالې ژمنې چې د ماشومانو د جسمي او روحي سلامتیا په اړه یې کړي، په ځانګړې توګه مور او ماشوم او د ماشوم روزنې ته ډیر قایل دی او د پورته یادو شویو هدفونو لاس ته راوړلو ته یې په خپل پروګرامونو کې لومړی ځای ورکړی.

ماشومان د جسمي او عقلي عدم بلوغ له امله د ټولنې له حساسو ډلو څخه ګڼل کیږي، وروسته د جذباتو او احساساتو، سیاسي ناانډولیو، اقتصادي او ټولنیزو اغیزو لاندې راځي او په پایله کې له قانون څخه سرغړاوی کوي. د کشف اوڅیړنیزو ارګانونو او محکمو له پلوه د ساتنې او نوې روزنې په موخه د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو ته لیږدول کیږي. په همدې توګه که یاد شوي ماشومان په نوې توګه ونه روزل شي نو امکان لري چې د هغوی قانون ماتونه د یو هلاکوونکي ټولنیز مرض بڼه خپله کړي او نورو ماشومانو او د ټولنې نورو افرادو ته خپورشي او ټولنه د فساد په لور بوځي.

له همدې کبله له قانون څخه د سرغړوونکو ماشومانو ساتنه او بیا له سره روزنه آسان کار نه دی د دولت د نورو ارګانونو کوښښونه او لازمه سعې غواړي. د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د مقررې په دولسمه ماده کې راغلي چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونه د روغتیا، معارف او ټولنیز چارو په څانګو کې فني کارکوونکي لري چې د اړوندو وزارتو له پلوه د مرستې په ډول ګمارل کیږي. او د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مقررې په پنځم څپرکي کې د نورو ادارو د مسئولیتونو تر عنوان لاندې دا مسئولیتونه د دولت د ارګانونو تر منځ ویشل کیږي چې له ډلې څخه یې ۲۳مه ماده د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو په اړه د معارف وزارت مسئولیتونه په لاندې توګه روښانه کوي:

درویشتمه ماده:

د معارف وزارت مکلف دی چې د تدریسي، ښوونیز او بدني روزنې، ښوونکو، درسي موادو، د بدني روزنې سامان او اړتیاوې او نور اړین لوازم د مرستې په توګه د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز ته ورکړي.

د موضوع د اهمیت له امله او هغه مسئولیتونه چې د معارف وزارت یې له قانوني پلوه لري، پورته یاد شوی پروټوکول د همکاری د یو سند په توګه د معارف وزارت او د عدلیې د وزارت تر منځ چې له قانون څخه د سرغړوونکو ماشومانو ساتنه او بیا له سره روزنه په غاړه لري، په لاندې ډول روښانه کوي:

 

 

د معارف د وزارت مسئولیتونه:

۱.  د معارف وزارت تجربه لرونکي، مسلکي، تدریسي او سواد ښوونکي د اړتیا پر وخت د کابل او ولایتونو د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو ته په خدمتي توګه واستوي.

۲.  د خدمتي ښوونکو معاشونه او نور امتیازات د معارف د وزارت له پلوه ورکول کیږي.

۳.  د معارف وزارت کتابونه او درسي مواد د اړتیا پرمهال د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو ته چمتو کړي او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو ته یې واستوي.

۴.  د عدلیې وزارت مکلف دی چې د خدمتي ښوونکو لپاره د کابل د ښار په ناحیو کې چې د وزارت مامورین تګ راتګ کوي، د ترانسپورت آسانتیاوې برابرې کړي.

۵.  د عدلیې وزارت مکلف دی د ښوونکو ورځنۍ حاضري کنترول کړي، د تدریسي او ښوونې د ښوونکو میاشتنی راپور د معارف وزارت ته واستوي.

۶.  دا موافقتنامه د دواړو خواو له لاسلیک وروسته پلې کیږي او په مرکز او ولایتونو کې د اجرا وړ ده.

۷.  دا موافقتنامه په دوو نقلونو کې ترتیب شوې، یو نقل د معارف له وزارت سره او بل یې د عدلیې له وزارت سره وي.

 

و من الله التوفیق

د معارف وزارت                                                                                                 د عدلیې وزارت

 

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت اوځوانانو او فرهنګ د وزارت تر منځ د موقتو او غیر موقتو خپرونو، د روزنیزو اصلاحي فلمونو او فرهنګي موادو د لیږلو په اړه د همکاری پروټوکول تر څو د ولایتونو د اصلاح او روزنې د مرکزونو کتابتونونه غښتلي او د کابل او هېواد په ولایتونو کې د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې تر حجز لاندې د ماشومانو د پوهې کچه لوړه او نوې روزنه یې وشي.

ماشومان د هېواد راتلونکی جوړوي، د هېواد د راتلونکې په جوړولو او رغاونه کې مهمه او ارزښتناکه ونډه لري. ماشومانو ته پام کول د هېواد راتلونکی ته پام کول دي. په هره کچه چې پر ماشومانو له جسمي، روحي، ښوونیز او عاطفي پلوه پاملرنه وشي، په هماغه کچه آباده، پرمخ تللې، له قانون سره سمه، پوه او صحتمنه ټولنه منځته راځي. له همدې کبله ده چې هېوادونه پر ماشومانو زیاتې پانګې مصرفوي او ځانګړې او جدي پاملرنه ورته کوي. د ماشومانو حقوقو ته پاملرنه د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له مهمو موضوع ګانو څخه ده او په دې نږدې کلونو کې په دې اړه مهم ګامونه اخیستل شوي. غړیو هېوادونو د ماشومانو د حقوقو د ساتنې په اړه زیاتې ژمنې په عمل کې پلې کړي چې د ماشومانو د حقوقو کنوانسیون، د بشري حقوقو نړیواله اعلامیه او د نورو لسګونو تړونونو نوم اخیستلای شو چې د افغانستان دولت هغه لاسلیک کړي او له هغو سره تړلی دی.

 زمونږ ګران او اسلامي هېواد افغانستان چې اساسي قانون یې له شریعت او د اسلام له مقدس دین څخه اخیستل شوی هغه نړیوالې ژمنې چې د ماشومانو د جسمي او روحي سلامتیا په اړه یې کړي، په ځانګړې توګه مور او ماشوم او د ماشوم روزنې ته ډیر قایل دی او د پورته یادو شویو هدفونو لاس ته راوړلو ته یې په خپل پروګرامونو کې لومړی ځای ورکړی

ماشومان د جسمي او عقلي عدم بلوغ له امله د ټولنې له حساسو ډلو څخه ګڼل کیږي، وروسته د جذباتو او احساساتو، سیاسي ناانډولیو، اقتصادي او ټولنیزو اغیزو لاندې راځي او په پایله کې له قانون څخه سرغړاوی کوي. د کشف اوڅیړنیزو ارګانونو او محکمو له پلوه د ساتنې او نوې روزنې په موخه د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو ته لیږدول کیږي. په همدې توګه که یاد شوي ماشومان په نوې توګه ونه روزل شي نو امکان لري چې د هغوی قانون ماتونه د یو هلاکوونکي ټولنیز مرض بڼه خپله کړي او نورو ماشومانو او د ټولنې نورو افرادو ته خپورشي او ټولنه د فساد او بدبختۍ په لورې بوځي.

له همدې کبله له قانون څخه د سرغړوونکو ماشومانو ساتنه او بیا له سره روزنه آسان کار نه دی د دولت د نورو ارګانونو کوښښونه او لازمه سعې غواړي. د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د مقررې په ۳۳مه ماده کې راغلي چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونه د روغتیا، معارف او ټولنیز چارو په څانګو کې فني کارکوونکي لري چې د اړوندو وزارتو له پلوه د مرستې په ډول ګمارل کیږي. او د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مقررې په پنځم څپرکي کې د نورو ادارو د مسئولیتونو تر عنوان لاندې دا مسئولیتونه د دولت د ارګانونو تر منځ ویشل شوي چې له ډلې څخه یې ۲۷مه ماده د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو په اړه د ځوانانو او فرهنګ وزارت مسئولیتونه په لاندې توګه روښانه کوي:

اوه ویشتمه ماده:

د ځوانانو او فرهنګ وزارت مکلف دی چې تر حجز لاندې د ماشومانو د پوهې د کچې د لوړولو او د نوې روزنې د ورکولواو د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د کتابتون د غښتلي کولو په موخه خپلې موقتې او غیر موقتې خپرونې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو ته واستوي.

د موضوع د اهمیت له امله او هغه مسئولیتونه چې د ځوانانو او فرهنګ وزارت یې له قانوني پلوه لري، پورته یاد شوی پروټوکول د همکاری د یو سند په توګه د ځوانانو او فرهنګ وزارت او د عدلیې د وزارت تر منځ چې له قانون څخه د سرغړوونکو ماشومانو ساتنه او بیا له سره روزنه په غاړه لري، په لاندې ډول رانغاړي:

د ځوانانو او فرهنګ وزارت مسئولیتونه:

۱.  د ځوانانو او فرهنګ وزارت مکلف دی تر څو د ‌ذهني پرمختګ، د پوهې د کچې د لوړولو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د کتابتونونو د غني کولو لپاره کتابونه، مجلې او لنډ مهالې او اوږد مهالې خپرونې په وړیا ډول د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو ته واستوي.

۲.  د ځوانانو او فرهنګ وزارت مکلف دی تر څو روزنیز فلمونه (ویډیو او سي ډي) د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې تر حجز لاندې د ماشومانو په غیر رسمي وختونو کې د نوې روزنې، تفریح او سالم مصروفیت لپاره له دوی سره مرسته کړي.

۳.  د ځوانانو او فرهنګ ولایتي ریاستونه مکلف دي تر څو په پورته یادو شویو حالاتو کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې له ولایتي مرکزونه سره مرسته وکړي.

د عدلیې وزارت مکلفیتونه:

۱.  د عدلیې وزارت مکلف دی تر څو له خپلې اړتیا سره سم د لنډ مهالو او اوږد مهالو خپرونو غوښتنه د ځوانانو او فرهنګ له وزارت څخه وکړي.

۲.  د عدلیې وزارت مکلف دی تر څو د کتابونو او نورو سمعي او بصري کمکونو د رارسیدو راپور اړوندې مرجع ته ورکړي.

۳.  د عدلیې وزارت مکلف دی تر څو هغه کتابونو او فلمونه اړونده مرجع ته د ټاکلې مودې له تېرېدو وروسته بیرته وسپاري چې د عدلیې وزارت یې په موقت ډول په واک کې لري.

۴. نوموړې تفاهمنامه په دوو نسخو کې چمتو شوې چې یوه نسخه یې د ځوانانو او فرهنګ له وزارت سره او دویمه نسخه یې د عدلیې له وزارت سره وي.

 و من الله التوفیق

د ځوانانو او فرهنګ وزارت                                                                                  د عدلیې وزارت

  

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت او د عدلیې د وزارت تر منځ د همکارۍ پروټوکول چې په پلازمینې کابل او د هېواد په ولایتونو کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو ته د ډاکټرانو او مسلکي پرسونلو لیږدونه او تر حجز لاندې د ماشومانو وقایه او درملنه رانغاړي

ماشومان د هېواد راتلونکی جوړوي، د هېواد د راتلونکې په جوړولو او رغاونه کې مهمه او ارزښتناکه ونډه لري. ماشومانو ته پام کول د هېواد راتلونکی ته پام کول دي. په هره کچه چې پر ماشومانو له جسمي، روحي، ښوونیز او عاطفي پلوه پاملرنه وشي، په هماغه کچه آباده، پرمخ تللې، له قانون سره سمه، پوه او صحتمنه ټولنه منځته راځي. له همدې کبله ده چې هېوادونه پر ماشومانو زیاتې پانګې مصرفوي او ځانګړې او جدي پاملرنه ورته کوي. د ماشومانو حقوقو ته پاملرنه د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له مهمو موضوع ګانو څخه ده او په دې نږدې کلونو کې په دې اړه مهم ګامونه اخیستل شوي. غړیو هېوادونو د ماشومانو د حقوقو د ساتنې په اړه زیاتې ژمنې په عمل کې پلې کړي چې د ماشومانو د حقوقو کنوانسیون، د بشري حقوقو نړیواله اعلامیه او د نورو لسګونو تړونونو نوم اخیستلای شو چې د افغانستان دولت هغه لاسلیک کړي او له هغو سره تړلی.

زمونږ ګران او اسلامي هېواد افغانستان چې اساسي قانون یې له شریعت او د اسلام له مقدس دین څخه اخیستل شوی هغه نړیوالې ژمنې چې د ماشومانو د جسمي او روحي سلامتیا په اړه یې کړي، په ځانګړې توګه مور او ماشوم او د ماشوم روزنې ته ډیر قایل دی او د پورته یادو شویو هدفونو لاس ته راوړلو ته یې په خپل پروګرامونو کې لومړی ځای ورکړی

ماشومان د جسمي او عقلي عدم بلوغ له امله د ټولنې له حساسو ډلې څخه ګڼل کیږي، وروسته د جذباتو او احساساتو، سیاسي ناانډولیو، اقتصادي او ټولنیزو اغیزو لاندې راځي او په پایله کې له قانون څخه سرغړاوی کوي. د کشف اوڅیړنیزو ارګانونو او محکمو له پلوه د ساتنې او نوې روزنې په موخه د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو ته لیږدول کیږي. په همدې توګه که یاد شوي ماشومان په نوې توګه ونه روزل شي نو امکان لري چې د هغوی قانون ماتونه د یو هلاکوونکي ټولنیز مرض بڼه خپله او نورو ماشومانو او د ټولنې نورو افرادو ته خپورشي او ټولنه د فساد او بدبختۍ په لورې بوځي.

له همدې کبله له قانون څخه د سرغړوونکو ماشومانو ساتنه او بیا له سره روزنه آسان کار نه دی د دولت د نورو ارګانونو کوښښونه او لازمه سعې غواړي. د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د مقررې په ۳۳مه ماده کې راغلي چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونه د روغتیا، معارف او ټولنیز چارو په څانګو کې فني کارکوونکي لري چې د اړوندو وزارتو له پلوه د مرستې په ډول ګمارل کیږي. او د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مقررې په پنځم څپرکي کې د نورو ادارو د مسئولیتونو تر عنوان لاندې دا مسئولیتونه د دولت د ارګانونو تر منځ ویشل شوي چې له ډلې څخه یې په ۲۲مه، ۲۴مه او ۲۵مه ماده کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو په اړه د عامې روغتیا وزارت مسئولیتونه په لاندې توګه روښانه کوي:

دوه ویشتمه ماده:

۱.  د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز مکلف دی چې د عامې روغتیا د وزارت په همکاری تر حجز لاندې د ماشومانو حفظ الصحه، معالجه او وقایه تنظیم او پلې کړي.

۲.  تر حجز لاندې ماشومان د اړتیا پر وخت د ډاکټرانو په وړاندوینه د عامې روغتیا روغتونونو ته د درملنې یا بستر کیدلو لپاره لیږدول کیږي.

۳. تر حجز لاندې د ماشومانو درملنه او علاج په وړیا ډول د دولت له پلوه تر سره کیږي.

څلورویشتمه ماده:

د عامې روغتیا وزارت مکلف دی تر څو تر حجز لاندې د ماشومانو د وړیا درملنې لپاره د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د روغتیا او نورو طبي اړتیاو لګښتونه تأمین کړي.

پنځمه ویشتمه ماده:

د رواني روغتیا موسسې مکلفې دي تر څو د اړتیا پر مهال خپل مؤظف ډاکټران د ماشومانو د اصلاح او روزنې د ریاست له پروګرام سره سم، د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې تر حجز لاندې د ماشومانو د معاینې او درملنې لپاره معرفي او واستوي.

د موضوع د اهمیت له امله او هغه مسئولیتونه چې د عامې روغتیا وزارت یې له قانوني پلوه لري، پورته یاد شوی پروټوکول د همکاری د یو سند په توګه د عامې روغتیا وزارت او د عدلیې د وزارت تر منځ چې له قانون څخه د سرغړوونکو ماشومانو ساتنه او بیا له سره روزنه په غاړه لري، په لاندې ډول روښانه کوي:

د عامې روغتیا د وزارت مکلفیتونه:

۱. د عدلیې وزارت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د روغتیائي کلینک لپاره یو وړ اتاق ټاکي او ځانګړی کوي.

۲.  د عدلیې وزارت مکلف دی د ډاکټرانو ورځنۍ حاضري کنترول کړي، او د حاضرۍ میاشتنی راپور اړونده مرجع ته واستوي.

۳.  د عدلیې وزارت مکلف دی چې د ډاکټرانو او روغتیائي پرسونل لپاره د کابل د ښار په ناحیو کې چې د وزارت مامورین تګ راتګ کوي، د ترانسپورت آسانتیاوې برابرې کړي.

۴.  د عدلیې وزارت مکلف دی د درملنې، د دوا په تطبیقولو او د وقایوي پروګرام په پلي کولو کې د عامې روغتیا له وزارت سره همکاري وکړي.

۵. د عدلیې وزارت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د ناروغه ماشومانو غذا د ډاکټر له لارښوونو سره سم چمتو کیږي.

۶.  نوموړې تفاهمنامه په دوو نسخو کې چمتو شوې چې یوه نسخه یې د عامې روغتیا له وزارت سره او دویمه نسخه یې د عدلیې له وزارت سره وي.

و من الله التوفیق

د عامې روغتیا وزارت                                                                 د عدلیې وزارت  

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د شهیدانو، معلولینو او ټولنیزو چارو وزارت او د عدلیې د وزارت تر منځ د بې سرپرسته ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزونو څخه د خلاصیدو وروسته د قبلولو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو ته د ټولنیزو کارکوونکو لیږدونه

ماشومان د هېواد راتلونکی جوړوي، د هېواد د راتلونکې په جوړولو او رغاونه کې مهمه او ارزښتناکه ونډه لري. ماشومانو ته پام کول د هېواد راتلونکی ته پام کول دي. په هره کچه چې پر ماشومانو له جسمي، روحي، ښوونیز او عاطفي پلوه پاملرنه وشي، په هماغه کچه آباده، پرمخ تللې، له قانون سره سمه، پوه او صحتمنه ټولنه منځته راځي. له همدې کبله ده چې هېوادونه پر ماشومانو زیاتې پانګې مصرفوي او ځانګړې او جدي پاملرنه ورته کوي. د ماشومانو حقوقو ته پاملرنه د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له مهمو موضوع ګانو څخه ده او په دې نږدې کلونو کې په دې اړه مهم ګامونه اخیستل شوي. غړیو هېوادونو د ماشومانو د حقوقو د ساتنې په اړه زیاتې ژمنې په عمل کې پلې کړي چې د ماشومانو د حقوقو کنوانسیون، د بشري حقوقو نړیواله اعلامیه او د نورو لسګونو تړونونو نوم اخیستلای شو چې د افغانستان دولت هغه لاسلیک کړي او له هغو سره تړلی دی.

زمونږ ګران او اسلامي هېواد افغانستان چې اساسي قانون یې له شریعت او د اسلام له مقدس دین څخه اخیستل شوی هغه نړیوالې ژمنې چې د ماشومانو د جسمي او روحي سلامتیا په اړه یې کړي، په ځانګړې توګه مور او ماشوم او د ماشوم روزنې ته ډیر قایل دی او د پورته یادو شویو هدفونو لاس ته راوړلو ته یې په خپل پروګرامونو کې لومړی ځای ورکړی

ماشومان د جسمي او عقلي عدم بلوغ له امله د ټولنې له حساسو ډلې څخه ګڼل کیږي، وروسته د جذباتو او احساساتو، سیاسي ناانډولیو، اقتصادي او ټولنیزو اغیزو لاندې راځي او په پایله کې له قانون څخه سرغړاوی کوي. د کشف اوڅیړنیزو ارګانونو او محکمو له پلوه د ساتنې او نوې روزنې په موخه د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو ته لیږدول کیږي. په همدې توګه که یاد شوي ماشومان په نوې توګه ونه روزل شي نو امکان لري چې د هغوی قانون ماتونه د یو هلاکوونکي ټولنیز مرض بڼه خپله کړي او نورو ماشومانو او د ټولنې نورو افرادو ته خپورشي او ټولنه د فساد او بدبختۍ په لورې بوځي.

له همدې کبله له قانون څخه د سرغړوونکو ماشومانو ساتنه او بیا له سره روزنه آسان کار نه دی د دولت د نورو ارګانونو کوښښونه او لازمه سعې غواړي. د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د مقررې په ۳۳مه ماده کې راغلي چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونه د روغتیا، معارف او ټولنیز چارو په څانګو کې فني کارکوونکي لري چې د اړوندو وزارتو له پلوه د مرستې په ډول ګمارل کیږي. د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو یوه ستونزه هم د بې سرپرسته ماشومانو نه قبلونه ده چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزونو څخه له خلاصیدلو وروسته د تیرو جرمونو له امله یې هیڅ یو ارګان نه قبلوي چې په پایله کې یاد شوي ماشومان د ماشومانو د اصلاح او ساتنې په مرکزونو کې، چې د آزادی سلب کوونکي ځایونه دي، د قانون په خلاف ساتل کیږي.

سربېره پر دې، د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونه د خپلو پروګرامونو په پلي کولو کې د ماشومانو له کورنۍ، ښوونځي، ټولنې، ادارو، پولیس، څارنوالیو او له محکمو سره د اړیکو د ساتلو او هم له کورنیو سره د ماشومانو بیا له سره یوځای کولو په موخه نارینه او هم ښځینه ټولنیزو کارکوونکو ته اړتیا لري چې په دې لړ کې د شهیدانو، معلولینو او ټولنیزو چارو د وزارت همکاري ډیره اړینه ده. په دې ډول د دواړو ارګانونو تر منځ د همکاريو تړون په لاندې ډول دی:

د شهیدانو، معلولینو او اجتماعي چارو د وزارت مکلفیتونه:

۱.  په څارنوالیو او درې ګونې محکمو کې د ماشومانو د اړوندو دوسیو د قانوني پړاوونو د طی کولو او له خپلو کورنیو سره د دوی د اړیکو د ټینګولو د چارو د تعقیبولو لپاره د اجتماعي ټولنو د کارکوونکو ګمارنه؛

۲.  د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو په موخه د ملي او نړیوالو مؤسسو په مرسته د ورکشاپونو او روزنتونونو تر سره کول؛

۳.  د ماشومانو د سرغړاویو د قانون له رسیدګیو سره سم د یوه ماشوم د اجتماعي خدمتونو په یوه عام المنفعه موسسه کې ګمارل چې د درې ګونې محکمو له پلوه تجویز شوی وي؛

۴.  د یو شمېر ماشومانو قبلونه چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزونو څخه خلاص شوي خو یا د سرپناه ځای نه لري او یا یې هم کورنۍ نه قبلوي؛

۵.  د یاد شویو ماشومانو لپاره د سرپناه ځایونه جوړول تر څو د ښځو د چارو د وزارت په څېر د اصلاح او روزنې له مرکزونو څخه تر خلاصېدو وروسته تر هغه پورې په نوموړیو سرپناه ګانو کې واوسیږي تر څو یې کورنۍ نه وي پیدا شوي او دوی یې قبول کړي نه وي.

۶.  د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزونو څخه له خلاصېدو وروسته د اغیزمن کار او فعالیت زمینه چمتو کول تر څو په راتلونکې کې له سرغړاویو لېرې واوسي او په خپلو مشغلو کې مصروف پاتې شي.

 

په درناوي

د شهیدانو، معلولینو او ټولنیزو چارو وزارت                                                 د عدلیې وزارت

ویب ماستر | د ویب سایت نقشه | مونږ سره اړیکې | ۱۳۸۵ د عدلیې وزارت - د افغانستان اسلامی جمهوریت