د عدلیې وزارت ویب سایت ته ښه راغلاست

پیژندنه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د عدليې وزارت دولتي مركزي اداره ده ، د قانون جوړونې د چارو د سازمانولو او بشپړولو او د قانون جوړونې په ساحه كې له دولت سره د نورو وزارتونو د اړيكيو د تاْمينولو په اړه سپارل شوې دندې سرته رسوي او هم د ترلاس لاندې ادارو او څانګو لارښوونه په غاړه لري .

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د عدليې وزارت سترې دندې د هغۀ د اجراآتو او فعاليتونو د تنظيم د مقررې د حكمونو مطابق ، عبارت دي له :

  • د قوانینو او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مقام د فرمانونو د مسودو ترتيبول.
  • د افغانستان د اسلامي جمهوريت له قوانينو سره د حقوقي او نړيوالو قراردادونو ، مقاولو (كنوانسيونونو) او بهرنيو سوداګريزو موافقه ليكونو د مطابقت په هكله د نظر وركول او د نړيوالو قراردادونو ، مقاولو او موافقه ليكونو له په پام كې نيولو سره د قوانينو د تعديل په اړه د وړانديزونو ترتيبول.
  • دهغو قوانینو او مقررو په هکله چی د وزارتونو او ادارو لخوا طرح كېږي د وزارتونو او ادارو دنظریو غوښتل اود اړوندو وزارتونو ادارو د مسؤولینو موافقي ته په پام سره د وزارتونو، ادارو او علمی اوتعلیمی مؤسسو، دتکړه متخصیصونو رابلل.
  • وزارتونو او دولتي ادارو ته د قانوني مشورو وركول.
  • له نورو وزارتونو او دولتي ادارو سره د هغوى د اړوندو فعاليتونو د مسئلو په هكله همکاري او د اړوندو ساحو د ګډو مسئلو په اړه د غونډو جوړول او په هغو كې ګډون.
  • د دولت له مادي ګټو څخه دفاع او د لزوم په صورت كې د دولت د مديونینو پر خلاف په محكمه كې د دعوي اقامه كول او د دولتي ادارو له ګټو څخه دفاع.
  • د مدافع وكيلانو د فعاليت د بشپړتيا په هكله د تدبيرونو نيول.
  • د شكايت پر بنسټ د ملكيت له حقوقو ، د كار له حقوقو ، د كورنۍ له حقوقو او د اتباعو له نورو مدني حقوقو څخه دفاع او عندالايجاب د دولتي ادارو ، ګډو مختلطو ، خصوصي او د اتباعو په واسطه د مدني حقوقو د شخړو په هكله د محكمو د صادره فيصلو د تعميلولو لپاره د تدبيرونو نيول.
  • د اطفالو د اصلاح او روزنې په مركزونو كې له قانون څخه د سرغړوونكو اطفالو د بيا روزنې او ښوونو د چارو تنظيمول.
  • په رسمي جريده كې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د رئيس د فرمانونو ، اعلاميو ، قوانينو ، مصوبو او نورو پارلماني تقنيني سندونو ، تقنيني فرمانونو ، مقرراتو ، اساسنامو او د وزيرانو شوري د مصوبو چې تقنيني ماهيت ولري ، هغو نړيوالو قراردادونو ، موافقه ليكونو او مقاولو چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت لخوا لاسليك كېږي او د هغو د تصويب په هكله د فرمانونو ، تقنيني سندونو چې د قانون د حكمونو مطابق ستره محكمه د هغو د تصويب واك ولري او نورو هغو تقنيني سندونو چې خپرول يې د قانون پر موجب لازم وي او د محكمو د سوداګريزو نښو (علامو) د سندونو د ثبتولو خپرول.
  • د سياسي ګوندونو او ټولنيزو سازمانونو د اساسنامو څېړل او دفعاليت د اجازې وركول ، ثبتول او هغو ته د رسمي فعاليت د پيل اعلان.
  • د محبسونو او توقيف ځايونو د ټولو اړوندو چارو تنظيم ، لارښوونه او كنترول.

د يادونې وړ ده چې د عدليې وزارت د لسو رياستونو لرونكى دى چې په لاندې ډول دي:

ویب ماستر | د ویب سایت نقشه | مونږ سره اړیکې | ۱۳۸۵ د عدلیې وزارت - د افغانستان اسلامی جمهوریت