د دولت قضايا



د دولت د قضایاو ریاست د عدلیی وزارت  یو له هغو ریاستونوڅخه ده چی په محاکموکی د  دولت مالی او عقاری(ځمکنی) دعواوی د پرمختګ په موخه او د دولت د مالونو او ملکیتونو د ملاتړ لپاره مینځ ته را غلی ده.

د دولت د قضایاو ریاست مهمی دندی عبارت دی له:

  • د دولت د منقول او غیر منقول ملکیت څخه ملاتړ
  • د دولت او دمختلطو موسسو د مالی حقوقو او قانونی منافعو څخه دفاع کول
  • د دولتی موسسات او مختلطو موسسو تر مینځ له یو خوا ، او له بلی خوا د خصوصی موسساتو او وګړو د مالی شخړو مقدماتی څیړنه.
  • د مالی شخړو او د تړونو شخړو چی د دولتی او مختلط موسساتو تر منځ پیدا کیږی، هغوی څیړل او مناسب تصمیمونه نیول.
  • د شخړو دوی خواوی تر مینځ دسولی په موخه  لازم تدبیرونه نیول او د هغوی د سولی د منلو قبلول.
  • د دعواوی اقامه  او د دولت په نمایندګی د دعوا ملاتړ.
  • د مدافع وکیلانو ، عریضه لیکونکو ،  او معلوماتولارښوونی لپاره د جواز صادرول.

د مدافع وکیلانو، د معاملاتولارښوونی اود عریضی لیکونکی مدیریتونه چه په دغه ریاست په چوکاټ کی فعالیت کوی د قانونی مراحلو په پام کی نیولو سره د لاندنیو شراېطو سره باید جواز صادر کړی:

هغه کسان چی د وکالت جواز غوښتنه کوی، باید چی لاندینی شرایط ولری.

  • دافغانستان اسلامی جمهوری  تابعیت
  • په کوم جرم او جنایت کی لاس لرل او نه محکومیدل
  • لږ تر لږه د شرعیات یا د حقوقو لیسانس یا د دینی عالی مدرسو د فارغیدو رسمی سند درلودل او یا په قضایی ، څارنوالی اویا د عدلیی وزارت په  اداروکی دمسلکی او عملی پنځه کالو تجربی لرل .
  • د ۲۵ کالو عمر لرل.
  • د ښی نوم (شهرت) درلودل.

د دغو شرایط لرلوته د فعالیت دریم درجه جواز ورکول کیږی . او هغه کسان چی په قضایی او مسلکی کارونوکی ډیر تجربی لری د جواز د قانون پربنسټ هغوی ته د فعالیت دویم درجه جواز باید ورکړل شی . د وکالت جواز یوکلن دی چی درلودونکی باید په وقت سره یی تمدید کړی .

د معاملاتولارښوونی د جواز ترلاسه کولو په موخه ،  لازمه شرایط:

  • د افغانستان اسلامی  تابعیت.
  • په کوم جرم او جنایت کی لاس لرل او نه محکومیدل
  • لږترلږه د بکلوریا تصدیق نامی اویا هغی ته برابر سند درلودل.
  • د شرعی مسایلو او د افغانستان د مدنی قانون د معاملاتو په برخه کی معلومات درلودل.
  • د ۱۸ کالو عمر لرل
  • ښی نوم اوشهرت درلودل.

شرایط لرلو کسان پس له بریالیتوب په امتحان کی چی د دغه مدیریت لخوا اخیستل کیږی کولای شی چی د معاملاتو جواز تر لاسه کړی . دا جواز یو کلن دی او جوازلرونکی باید  هغه په ټاکل شوی موده کی وغزوی .

د لاندینیو شرایطو درلودونکی کولای شی چی د عریضه لیکونکی جواز ترلاسه کړی.

  • د افغانستان جمهوری اسلامی تابعیت درلودل
  • کافی سواد او شرعی معلومات لرل
  • د۱۸ کالوعمر لرل

د دغو شرایطو واجدین  پس له بریالیتوب په امتحان کی کولای شی پورتنی جواز ترلاسه کړی چی دا جوازهم یو کال  اعتبار لری ا و د ده درلودونکی باید د ختمیدو نیټه نه مخکی هغه وغزوی.

د ویلو وړ ده چی ، د دولت کارکوونکو، قضات ، څارنوالان او د مسلح قواو منسوبین چی د دندی په حال کی دی ، نشی کولای دا جواز لیک تر لاسه کړی .

تاریخچه (پس منظر) :
د کال  ۱۳۴۳ نه تر مخه، اقامی د دعوا او د قضایاو دفاع په عقاری او مالی مسئلو کی  چی په دولتی ادارو ، مختلطو موسسو او دولتی تصدیانو پوری اړه لرله ، د دغو ادارو ، مختلطو موسسو او دولتی تصدیانو لخوا مخ ته وړل کیده.
په کال ۱۳۴۳ د هغه وخت حکومت د پریکړی پربنسټ، دحقوقی دعواګانی او دولتی ملکیتونو  د یو ځای کولو پرموخه ، یو ریاست  د دولتی قضایاو  په نامه د عدلیی وزارت په چوکات کی مینځ ته راغی . د همدی لپاره د دولت د قضایاو قانون چی پکی کاری طرز العملونه  شامل دی ، په دی ریاست کی راټول او نافذ شول .

 

 

ویب ماستر | د ویب سایت نقشه | مونږ سره اړیکې | ۱۳۸۵ د عدلیې وزارت - د افغانستان اسلامی جمهوریت