د کان کیندنې شرکت او د نفت او ګاز عملیاتي شرکت اساسنامې توشېح او په رسمي جریده کې خپرې شوې

barekzai_admin
Sat, Sep 12 2026 1:50 PM
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کان کیندنې شرکت اساسنامه او د نفت او ګاز عملیاتي شرکت اساسنامه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا له توشېح څخه وروسته د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۵مه نېټه په ۱۴۹۸ ګڼه رسمي جریده کې خپرې کړې. 

د کان کیندنې شرکت او د نفت او ګاز عملیاتي شرکت په هر یوې اساسنامه کې یوه مقدمه، درې بابونه، دوه فصلونه او ۲۷ مادې شاملې دي.

په دغو اساسنامو کې د شرکت جوړښت او د هغو د مسؤولینو وظېفې، د معدنونو د وزیر او د یادو شرکتونو د مدیره هیئت مسؤولیتونه، د دغو شرکتونو پانګې، له پانګو څخه ګټه اخیستنه، د مالي ذخیرو رامنځته کول، د حسابدارۍ نظام او د مالي راپور وړاندې کول، د صورت‌حسابونو پلټنه (تفتیش) او د یادو شرکتونو د ادغام، انحلال او تصفیې شرایط او نور احکام بیان شوي دي.

محترم هېوادوال کولای شي چې د رسمي جریدې دغه ګڼه په چاپ شوې بڼه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه او په الکترونیکي (پي ډي اف) ډول د عدلیې وزارت د ویب‌پاڼې د حکمونو او قوانینو له ډیټابیس څخه ترلاسه کړي. د رسمي جریدې د چاپ او خپرولو حق د عدلیې له وزارت سره محفوظ دی او غیرقانوني چاپ یې ممنوع دی.

ډیتابیس:  http://laws.moj.gov.af/ShowLawPersian.aspx

  https://t.me/ministryofjusticeafghanistan : تلګرام