د داغمه وسایطو د لیلام په هکله د داوطلبۍ بیاځلي اعلان
Publish Date
Closing Date
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت په پام کې لري چې د دغه وزارت ۱۴ عرادې بېلابېل ډوله داغمه وسایط د لیلام او داوطلبۍ له لارې وپلوري.
په دغه اساس له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه چې د یادو وسایطو د پېرلو غوښتونکي دي، هیله کېږي چې د روان کال د وږي (سنبلې) د میاشتې په ۲۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ د سهار په ۹ بجو د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند په دارالامان ساحه کې د عدلیې وزارت ته حاضر شي او د داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي.
د یادونې وړ ده چې په داوطلبۍ کې د ګډون د تضمین پیسې ۱۵ سلنه دي او د داوطلبۍ د پروسې له پیل کېدو څخه مخکې نغداً اخیستل کېږي.